۰

طالبانو هم د افغان حکومت ۸۰ نور زندانیان خوشي کړل

جمعه ۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
وسله والو طالبانو د افغان حکومت له خوا د دوی د ۱۰۰۰ تنو زندانیانو په بدل کې د حکومت ۸۰ تنه نور بندیان هم خوشي کړي دي.
طالبانو هم د افغان حکومت ۸۰ نور زندانیان خوشي کړل
وسله والو طالبانو د افغان حکومت له خوا د دوی د ۱۰۰۰ تنو زندانیانو په بدل کې د حکومت ۸۰ تنه نور بندیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د طالبانو د قطر دفتر ویاند  سهیل شاهین وايي، دغه ۸۰ تنه  سرتېري پرون په بغلان او کندوز ولایتونو کې له بنده خوشيشوي  دي.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکل، چې  خوشي شوي۸۰ تنه د پوځ او پولیسو سرتېري وو، چې هر یوه ته پنځه زره افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړل شوې ده.

باید و ویل شي، چې  په دې سره د طالبانو لخوا د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۳۵۰ تنو واوښت او د حکومت لخوا د خوشې شویو طالبانو شمېر ۲ زرو ته رسېدلی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي