۰

نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې تمویلوي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۳
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې چې د ښاري میثاق پروګرام تر چوګات لاندې وي، تمویلوي.
نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې تمویلوي
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ  وايي، نړیوال بانک د افغانستان ملي پروژې چې د ښاري میثاق پروګرام تر چوګات لاندې وي، تمویلوي.

د جمهور خبري آژانس  د خبر له مخې له ارګ نه نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د نړیوال بانک له چارواکو سره د وېډ‌يو کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې کړې دي.

سرچینه  زیاتوي،  چې  په دې وېډیو کنفرانس کې همدا شان له بزګرانو سره د کرنيزو محصولاتو د ښه تولید، افغان بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو د وېش او د اوبو لګونې پر معیاري سیستم هم بحث شوی چې د اعلاميې له مخې نړیوال بانګ ورته د ملاتړ لپاره ټټر وهلی.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر په دې ملي پروژو کې له نړیوال بانک څخه د ځنګلونو جوړولو او ورڅخه د ساتنې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي