د وسله والو طالبانو یو پنځه کسیزه تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی تر څو له افغان حکومت سره د بندیانو پر تبادلې خبرې اترې وکړي.
د جمهور آژانس آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دغه خبر په تایید سره ویلي، دغه پلاوی نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه کابل ته تللی دی.
نوموړي ویلي، یاد تخنیکي پلاوی به د بندیانو د ازادۍ، تصدیق او تثبیت په برخه کې تخنیکي ستونزو باندې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل هم تایید کړه چې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
نوموړی وايي، دغه پلاوی به له افغان حکومت سره د پاتې طالب بندیانو د ازادۍ په اړه تخنیکي چارې مخته یوسي.
دا په تېرو دوه میاشتو کې دویم ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی کابل ته راځي او د بندیانو په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوي.
پلاوی پر داسې مهال کابل ته راځي چې طالبانو او افغان حکومت په اختر کې درې ورځې اوربند کړی و او ولسمشر غني د سولې لپاره د ښه نیت په موخه ۱۰۰۰ تنه طالب زندانیان هم خوشي کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل