۰
کابل والي:

د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معافېږي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
د کابل والي وایي له کرونا سره د مبارزې کمیټه د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي.
د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معافېږي
د کابل والي وایي له کرونا سره د مبارزې کمیټه د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل پرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد یعقوب حیدري چې له کرونا سره د مبارزې کمېټې مشري هم پر غاړه لري نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه خبري ناسته کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل د هغو کابل ښاریانو د برېښنا او اوبو بیل چې لګښت یې تر زر افغانیو پورې رسېږي دا کمېټه به یې اړوندو مراجعو ته تحویل کړي.

کابل والي وايي، په دې سره به د شاوخوا پنځوس سلنه کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معاف شي.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي