۰

فاریاب کې ترافيکي پېښې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې ترافيکي پېښې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د غبرګولي ۸ مه سهار مهال د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، پېښه د دوه موترو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې  په کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته او ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي