۰
د امریکا دفاع وزیر:

سرتېري باسو خو چې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، دوی له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ایستلو ته ژمن دي، خو په دې شرط چې د افغانانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او جګړه ودرېږي.
سرتېري باسو خو چې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، دوی له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ایستلو ته ژمن دي، خو په دې شرط چې د افغانانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او جګړه ودرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان د ټولو امریکايي سرتېرو د ژر وتلو راپور ورکړ.

نیویارک ټایمز ویلي و، چې له نوامبر میاشتې وړاندې به له افغانستان څخه ۸ زره امریکایي سرتېري د مهال وېشل سره سم ووځي.

ورځپاڼې ټینګار کړی وو، چې ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتي چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې افغانستان کې مېشت سرتېري ټول امریکا ته انتقال کړي.

خو اوس د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د نیویارک ټایمز دا راپور یو اټکل دی او تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا دفاع وزیر وايي، دا مهال یوازې تر جولای پورې افغانستان کې ۸۶۰۰ تنوته د سرتېرو راکمولوباندې کار روان دی، خو په هغه څه باندې تر اوسه هېڅ کار نه دی شوی چې نیویارک ټایمز یې راپور ورکړی دی.

د اسپر په وینا په هغه سرعت چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترجیح ورکوي، باید له افغانستان څخه سرتېري ونه ایستل شي.

هغه زیاته کړې« موږ یو جدول لرو او په هغې کې د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې د ټولو سرتېرو د ایستلو موضوع راغلې ده، خو په دې جدول کې هم هغه مهال موږ د ټولو ځواکونو ایستلو باندې کار کوو، چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې ټولې چارې ښې او چټکې مخته ولاړې شي.»

نوموړي ویلي، چې دا مهال امریکا په افغانستان کې رامنځته شویو پرمختګونو او د بندیانو تبادلې ته خوشبینه شوې ده.

د امریکا دفاع وزیر وايي، داسې ښکاري چې افغان دولت ژر تر ژره مذاکراتو ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي، او امریکا به د افغانانو تر منځ د هوکړې تر لاسلیک پورې هلته وي.

جمهوخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي