افغانستان، امریکا او ازبکستان د افغان سولې او بین الاافغاني خبرو د ژر پیلېدو په اړه درې اړخیزه ناسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه ناسته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست حنیف اتمر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ډېوېډ هېل او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تر منځ وشوه.
سرچینه زیاتوي، په دغه ویډويي کنفرانس کې درې واړه لورو پر افغان سوله او په کې د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل خبرې اترې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه درې اړخیزه ناستې تایید کړی او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، درې واړه لورو د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیلېدو موافقه وکړه.
خبرپاڼه کې ویل شوي« موافقه وشوه چې بینالافغاني خبرې ژر پيل شي ترڅو پهکې پر سرتاسري اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر یوې سیاسي نقشې بحث وشي.»
د غونډې برخه والو د اختر د درې ورځني اوربند د ادامې هیله کړې او ټینګار شوی دی چې بیا امنیتي وضعیت تر اوربند مخکې وخت ته ستون نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل