۰

طالبانو پروان کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي او دوه یې برمته کړي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پروان ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.
طالبانو پروان کې ۷ امنیتي سرتېري وژلي او دوه یې برمته کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پروان ولایت کې  د امنیتي او دفاعي ځواکونو په  یوه پوسته برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاییدوي، چې طالبانو تېره شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په انتن سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی وو.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور طالبانو له ځان سره برمته بېولي دي.

د پروان د والي ویانده وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې یو جسد یې په میدان کې پاتې  دي.

طالبانو تر اوسه په دې  اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ وروسته له هغې نښته شوې، چې طالبانو د افغان ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي