سیمه ییز امنیتي چارواکي زابل ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ۱۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، پر طالبانو وروسته له هغې هوایي برید وشو، چې د افغان ځواکونو په اکمالاتي کاروان یې برید وکړ.
د زابل د پولیسو ویاند لعل محمد امیري وايي، طالبانو پرون چهارشنبې د غبرګولي ۷ مه د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ.
دی زیاتوي، چې د طالبانو له برید سره سم د نظامي شورا د پرېکړې سره سم ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا پر طالبانو بریدونه وکړل.
دی وايي، په دغه بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د زابل د پولیسو ویاند د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه ونه ویل.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، زابل کې حکومتي ځواکونو د څلور ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د د اختر تر درې وروځني اوربند وروسته لومړی ځل دی، چې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان په جګړه سره کېوزي.
جمهورخبري آژانس:زابل