۰
روسیه:

افغانستان کې د جګړې ښکیل لوري د اوربند وغځوي

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۸
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف پر طالب وسله والو او افغان حکومت دواړو غږ کړی چې اوربند وغځوي او دواړه رلوي د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
افغانستان کې د جګړې ښکیل لوري د اوربند وغځوي
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف پر طالب وسله والو او افغان حکومت دواړو غږ کړی چې اوربند وغځوي او دواړه رلوي د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  ښاغلي کابلوف دغه څرګندونې له  تاس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې کړې  دي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې کلونه کیږي چې وینې بهیدل دوام لري او اوس یو غوره فرصت برابر شوی تر څو د جګړې ښکیل لوري د خبرو میز ته کښیني او اوربند د اختر د دریو ورځو په څیر دوامداره وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې هم په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې اوربند وغځوي او ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

د اوربند د غځېدو غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې افغان حکومت او طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی وو او حکومت د طالبانو ۱۰۰ تنه بندیان ورخوشي کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي