په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د بینالافغاني خبرو د پیلېدو وړاندیز ومني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد دفتر پرون سه شنبې وروسته له هغې چې افغان حکومت د طالبانو ۹۰۰ زندانیان خوشي کړل په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غنی دغه اقدام وستایه.
په اعلامیه کې ویل شوي، دوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اقدامات ستايي او له طالبانو غواړي، چې هغوی هم له ژمنې سره سم د حکومت بندیان راخوشي کړي.
افغانستان کې د دغه ټولنې مشر رولاند کوبیا په خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم د درېیو ورځو اوربند هڅوونکی اقدام دی، خو دا یوازې یو موقتي ارامي ده.
نوموړي ټینګار کړي، چې د تل پاتې سولې لپاره باید د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ په دا ډول اقداماتو سره د اعتماد فضا رامنځ ته شي، نه په تاوتریخوالي سره.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ویلي، نور د بینالافغاني خبرو ځنډېدل هېڅ لامل نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان دې د افغان حکومت اقدام ته په ورته عمل سره د حکومت بندیان راخوشې کړي چې بینالافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل