۰
ټرمپ:

ټول ځواکونه وباسم، خو کره نېټه یې نه ده معلومه

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هر څومره ژر چې کېږي ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو کره نېټه یې ده معلومه.
ټول ځواکونه وباسم، خو کره نېټه یې نه ده معلومه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هر څومره ژر چې کېږي ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو کره نېټه یې  ده معلومه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون سه شنبې د غبرګولي ۶ مه په  یوه ناسته کې  خبریالانو ته زیاته کړې« طالبانو سره په تعامل کې یو، ولسمشر سره په تعامل کې یو، هغه خپله لاره هواره کړې ده، دوو کسانو د ولسمشرۍ دعوه درلوده، خو موږ په تعامل کې یو ځکه تاسو پوهېږئ چې هغوی خپل سیالان او علتونه درلودل.»

هغه وړاندې و ویل«موږ په اصل کې د سرتېرو نه بلکه د پولیسو رول لوبوو، موږ د څارلو لپاره هلته نه یو تللي.»

خو دا یې هم زیاته کړه، که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره اړتیا پیدا شوه هغوی به لکه جنګیالي بېرته واستول شي نه د پولیسو په شان.

په ورته وخت کې  نیویارک ټایمز له ځینو سرچینو لیلکي د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنو ته چمتو کیږي او هغه د جمهوریخواه حزب له خوا نوماند هم دی نو غواړي په دغه وخت کې خپله د ۲۰۱۶ کال ژمنه چې د افغانستان د جګړې ختمول و عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي