۰

روسیه کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د روسیې دفاع وزارت د یوې نظامي چورلکې د نسکورېدو او په کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
روسیه کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده
د روسیې دفاع وزارت د یوې نظامي چورلکې د نسکورېدو او په کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا چورلکه پرون د روسیې په شمال ختیځ سیمه کې نسکوره شوې ده.

د چوکوتکا جزیرې والي رومن کوپین ویلي، دا Mi-8 ډوله چورلکه د اګولنیه هوایي ډګړ ته څېرمه رانسکوره شوې او پکې سپاره څلور کسان ټول وژل شوي دي.

چارواکي وایي، ډېر احتمال شته دی چې دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله را لوېدلې وي خو پولیسو د پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

دا په روانه میاشت کې دویمه چورلکه ده چې د تخنیکي ستونزو له امله نسکورېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي