افغان حکومت به نن ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي

6 جوزا 1399 ساعت 11:52

د ملي امنیت شورا اعلان وکړ، چې افغان حکومت د ښه نیت له مخې نن ۹۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي.


د ملي امنیت شورا  اعلان وکړ، چې افغان حکومت د ښه نیت له مخې نن ۹۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن سه شنبې د غبرګولي ۵ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي« د افغانستان دولت به د سولې پروسې د بریالیتوب، د اوربند د دوام، له طالبانو سره د مخامخ خبرو او ښه نیت له مخې نن ۹۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي  ورکړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت پرون د اختر دوهم هم ۱۰۰ تنه طالب زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي کړل.

د دغه زندانیانو د خوشي کېدو فرمان ولسمشر غني د اختر په ورځ له هغې وروسته ورکړ، چې طالبانو په اختر کې  درې ورځني اوربند ته غاړه  کېښوده.

د طالبانو له خوا د اوربند کولو هرکلی ولسمشر غني وکړ او  ویې ویل،  چې د ښه نیت  په موخه به ډېر ژر ۲۰۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي.

طالبانو هم د ولسمشر غني له خوا د زندانیانو د خوشي کولو د اعلان هرکلی وکړ او  ویې ویل، چې د سولې پروسې  د چټکتیا او مخامخ خبرو لپاره اړینه ده، چې زندانیان خوشي شي.

باید و ویل شي، چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې  هم د طالبانو له خوا د اوربند او د ولسمشر غني له خوا د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو هرکلی وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com