۰

کندهار کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کندهار کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون د اختر دوهم د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار چارواکي وايي، د ملکي وګړو موټر د اروزګان له مرکز څخه کندهار ښار ته په لاره و، چې  په  یاده سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین ختلی او چاودنه یې کړې ده.

د چارواکو په خبره په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ یوه ښځه، دوه یې لورانې او یو زوی وژل شوي او د کور مشر چې موټر یې چلاوه ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي