۰
لانګ وار ژورنال:

هېڅ تضمین نشته چې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کړي

شنبی ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
لانګ وار ژورنال ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې ته په اشارې وايي، هېڅ تضمین نشته، چې طالبان دې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي.
هېڅ تضمین نشته چې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کړي
لانګ وار ژورنال ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې ته په اشارې وايي، هېڅ تضمین نشته، چې طالبان دې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په راپور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې او افغانستان کې د جګړې ډګر د ګرمېدو ارزونه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم امریکا له طالبانو سره شوې هوکړه کې د دې ډلې له لوري له ترهګړو ډلو سره د مبارزې تضمین تایید کړی دی خو ظاهراً د دواړو ډلو د اړیکو پرېکېدو کومه نښه نښانه نه لیدل کېږي.

دغه راپور کې د ملګرو ملتونو له لوري خپاره شوي راپور ته اشاره شوې، چې ویلي یې دي، په داسې حال کې چې د ترکمنستان د اسلامي تحریک په ګډون د القاعده ځینې نورې ډلې د طالبانو په لیکو کې د اسلامي امارت بیا ژوندي کولو لپاره جنګېږي، نو څه ډول باور کېدلی شي چې یادې دواړې ډلې چې مشترک اهداف لري یو له بل سره دې دوه اړخیزې ژورې اړیکي پرې کړي.

سرچینه کاږي، طالبانو امریکا سره ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي خو د یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته د امریکایانو په حضور کې یادې ډلې خپل عملیات نه یوازې پیل بلکې لا ډېر کړل.

ورځپاڼه وايي، نو په همدې اساس هېڅ تضمین نشته دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې دا ډله د شوې هوکړې پر نورو ژمنو عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې  وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج هم د ولسي جرګې په یوه امنیتي ناسته کې  و ویل، چې  له امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو نه یوازې له القاعده او نورو شبکو سره اړیکې پرېکړې نه دي، بلکې لا یې زیاتې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي