دې هېل په خپله وروستۍ مقاله کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې وايي، په لومړیو کې امریکا او پاکستان نه غوښتل، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقالې کې راغلي، امریکا باید نور واقعیت ته تسلیم شي او په افغانستان کې خپله روانه بې مانا او اوږده جګړه پای ته ورسوي.
د مقالې لیکوال وايي، ټرمپ اوس مجبور دی په ټيټ سر له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، په داسې حال کې چې د ده په باور؛ ټرمپ کولی شوای په هسکه غاړه د خپلو ځواکونو وتلو ته دا فرصت برابر او طالبانو ته یې ښودلې وای چې دوی به خپل ملګري د یوې بدې معاملې په پایله کې چاته پرېنږدي.
د مقالې یوه برخه کې راغلي، طالبان کلونه مخکې له امریکا سره خبرو ته چمتو وو او که چېرته په هغه وخت کې ورته شین څراغ ښودل شوی وای نو د اوس په څېر به مغرور او د جنګ ګټلو په فکر خبرو ته نه حاضرېدل.
سرچینه وړاندې لیکي، د طالبانو د سیاسي دفتر اوسني مشر ملا عبدالغني برادر کلونه مخکې لا د ځینو پټو چینلونو له لارې له افغان حکومت سره د خبرو هڅه کړې وه.
خو د امریکا او پاکستان په ګډو عملیاتو کې ونیول شو او دا د دې ښکارندويي کوي چې امریکا او پاکستان نه غوښتل افغان جګړه پای ومومي.
جمهورخبري آژانس:کابل