د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په ۳۰ ورځو کې ۵۷۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې د غبرګولي ۳ مه په خپل ټوېټر لیکلي، طالبانو دغه مرګ ژوبله د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ملکي افغانانو ته اړولې ده.
هغه لیکلي«طالبانو د خداى د امر او د هغه د بندګانو د غوښتنو خلاف د روژې مبارکي میاشتي په ۳۰ ورځو کي د هیواد په ۳۰ ولایتونو کي د افغان مسلمان قتل عام جاري وساتی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون یې ۵۷۶ تنه ولسي افغانان شهیدان او زخمیان کړل.»
د ملي امنیت شورا ویاند وايي، د طالبانو په بریدونو کې ۱۴۶ ملکي افغانان شهیدان او پاته نور ۴۳۰ زخمیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل