۰

اماراتو افغانستان ته ۷ ټنه طبي مواد ورکړل

شنبی ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده.
اماراتو افغانستان ته ۷ ټنه طبي مواد ورکړل
متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون جمعه د غبرګولي ۲ مه کابل ته  راورسېده او افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

کابل کې د اماراتو سفیر عیسي سلیم محمد الظاهري وویل هېواد یې غواړي د افغانستان طبي پرسونل د کرونا وایرس په وړاندې هم د ځان ساتنه وکړي او هم د ناروغانو غم وخوري.

د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، چې دغه مرستې دوی ته سپارل شوې او دوی د متحده عربي اماراتو له دغه مرستې څخه مننه کي.

د یادونې ده، چې په دغو مرستو کې چې له ګووید نولس سره د مبارزې لپاره شوي، تشخیصیه وسایل، مصنوعي تنفسي ماشینونه او نور طبی وسایل شامل دي.

متحده عربي امارت تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته د کرونا وایرس د ټیست ۲۰ زره الې رالېږلې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي