د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه او تر کښېناستو يوه دقيقه مخکې يې اړيکه له رادار سره پرې شوې ده.
د تر لاسه شويو لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه اييربس سي۲۰ الوتکه کې ۱۰۵ تنه مسافر سپاره ول او عمله يې هم زياته وه.
د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينې سرچينې وايي، پيلوټ تر پايه پورې دوی ته د هيڅ تخنيکي ستونزې د پېښېدو خبر نه دی ورکړی.
تر اوسه د خبر بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل