۰

بدخشان کې ۱۴ طالبان او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي

جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې ۱۴ طالبان او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه ( د غبرګولي اوله) د بدخشان مرکز فیض آباد کې وروسته له هغې پیل شوه، چې طالبانو په اتمه ناحیه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته د سهار تر څلورو بجو پورې دوام درلود او وروسته طالبانو کلکه ماته وخوړه.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نښته کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې ولسي پاڅونوال هم وژل شوي او شپږ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي