۰

د اختر ورځو کې به کابل کې د تګ راتګ لارې تړلې وي

جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
کورنیو چار وزارت وايي، د کرونا ویروس د خورېدو له وېرې به د اختر په ورځو کې کابل ښار کې د تګ راتګ لارې ټولې تړلې وي.
د اختر ورځو کې به کابل کې د تګ راتګ لارې تړلې وي
کورنیو چار وزارت وايي، د کرونا ویروس د خورېدو له وېرې به د اختر په ورځو کې کابل ښار کې د تګ راتګ لارې ټولې تړلې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی دی چې د کوچني اختر ورځو کې دې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ په ښار کې له غیر ضروري ګرځېدو ډډه وکړي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي، د کوچني اختر ورځو کې به د کابینې د وروستۍ پرېکړې پر اساس د تګ راتګ لارې تړلې وي.

هغه زیاته کړې دا پرېکړه یې د کرونا ویروس ناروغۍ پراخېدو مخنیوي په موخه کړې ده.

یاد وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر ورځو کې دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه کېږي چې پرون د عامې روغتیا وزارت وویل چې تېرو څلور ورځو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بې ‌ساري توګه زیاتې شوي او په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره تش بستر نه دی پاتې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي