د مرکزي سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، طالبان نور باید له جګړو لاس واخلي او پاکستان باید د ترهګرو پر ضد جدي او عملي اقدامات وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلي، د خپل ماموریت په وروستي ویډويي کنفرانس کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې ویلي، امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو موافقه نه ده کړې.
نوموړې ټینګار کړي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل امریکا ته د منلو نه دي او دا د طالبانو مسوولیت دی، چې تاوتریخوالی کم کړي.
مېرمن ویلز ویلي، امریکا او متحدین یې افغانستان کې سوله غواړي او طالبان باید مجبور کړای شي چې افغانستان کې د تاوتریخوالې له ډېروالې لاس واخلي.
هغې زیاته کړې، له دې کلونو وروسته اوس د تګلارې مهمې برخې په عملي کېدو دي ، چې له سیاسي جوړ جاړي سره به جګړه ختمیږي، خو دا ټول مشروط دي.
اغلي ویلز وایي، د دې تګلارې له مخې، پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او هندوستان د افغانستان په بیارغونه کې ډېر مهم رول ولوبوي.
دا زیاتوي، پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باوري ګامونه نه دي اخیستي او دوی به ورباندې فشارونه دوامداره کړي څو دا هېواد د ترهګرۍ ضد برخه کې باوري ګامونه پورته کړي.
مېرمن ویلز د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه افغان مشران خپلې ژمنې عملي او د دوام داره افعان سولې لپاره چټک ګامونه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل