۰
داودزی:

امریکا او طالبان یو بل ته د دښمن په سترګه نه ګوري، نور یې د جګړې پلمه ختمه ده

جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د سولې او د ملي اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی وايي، امریکا او طالبان نور یو بل ته د دښمن په سترګه نه کوی او د طالبانو جګړې پلمه نور ختمه شوې ده.
امریکا او طالبان یو بل ته د دښمن په سترګه نه ګوري، نور یې د جګړې پلمه ختمه ده
د سولې او د ملي اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی وايي، امریکا او طالبان نور یو بل ته د دښمن په سترګه نه کوی او د طالبانو جګړې پلمه نور ختمه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دی زیاتوي، دا مهال د هېواد ټول سیاسیون د واحدې رهبرۍ لاندې راغونډ شوي، نو طالبان باید د افغان حکومت سره هرڅه ژر خبرې پیلې کړي او افغان وژنه ختمه کړي.

نوموړي له امریکا غږ سره مرکه کې  ټینګار کړي، چې د سولې له توافقنامې وروسته شرایط بدل شوي دي، طالبان او امریکا یو بل خپل دښمن نه بولي په افغانستان کې سیاسي اختلافات پای ته رسېدلي دي او په راتلونکي کې د طالبانو هغه بهانه ختمه شوې ده چې افغان لوریو د اختلاف له امله یې د سولې د مذاکراتو په اړه لرله.

هغه دا هم ویلي، افغان حکومت د جنیوا کنفرانس کې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې وه او د مصالحې شورا د نوي مشرتابه په راتلو به له طالبانو سره د مذاکرې په طرحه کې کوم خاص بدلون رانشي.

داودزی وايي، د شورا په تګلاره کې فرق نه راځي، مذاکراتي ټیم هم نه بدلېږي، یوازې به ځینو جزیاتو کې بدلون راشي چې د سولې شرایط له اوسنیو شرایطو سره برابر کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي