۰

عراق کې د داعش احتمالي مشر نیول شوی دی

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۰
عراق د اطلاعاتو سازمان د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي د احتمالي ځای ناستي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
عراق کې د داعش احتمالي مشر نیول شوی دی
عراق د اطلاعاتو سازمان د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي د احتمالي ځای ناستي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د اطلاعاتو سازمان نن پنشنبې د غبرګولي اوله سهار وختي اعلان وکړ چې د داعش ترهګرې ډلې  قومندان عبدالناصر قرداش نیول شوی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي چې عبدالناصر قرداش د ابوبکر البغداي د ځای ناستي لپاره د انتخاب شویو کسانو څخه شمېرل کېده.

د سرچینې پر وینا، قرداش په یو لړ کشفي او هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.

داعش ترهګرې ډلې په وروستیو اوونیو کې په عراق کې بیرته بيا ځلې خپل فعالیتونه له سر څخه پیل کړي دي.

امریکا څو میاشتې وړاندې د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي