۰
طالبان:

د سولې پروسه باید د دوحې له هوکړې سره سمه مخ ته ولاړه شي

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
طالب استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د سولې پروسه باید دوحه کې له امریکا سره د شوې هوکړې د کړنلارې سره سمه مخ ته ولاړه شي.
د سولې پروسه باید د دوحې له هوکړې سره سمه مخ ته ولاړه شي
طالب استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د سولې پروسه باید دوحه کې له امریکا سره د شوې هوکړې د کړنلارې سره سمه مخ ته ولاړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب استازو زیاته کړې، چې له دې پرته د سولې  پروسې پر وړاندې بل هر ډول کړنلاره رامنځ ته کول او یا جوړول په اصل کې د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.

طالب ویاند شهیل شاهین نن پنشنبې د غبرګولي اوله په یوه لنډ ټوېټ کې  ویلي، چې ملا عبدالغني  برارد په تېرو ورځو کې  له خلیلزاد سره پرلپسې ناستو کې د سولې هوګړې د بشپړ عملي کولو پر څرنګوالي مفصلې خبرې کړې دي.

دی وايي، په دغه ناستو کې د سولې پروسې پر ګړندي کولو مفصلې خبرې  وشوې او  ملا برادر و ویل، چې  د افغانستان د سولې حل د شوې هوکړې په بشپړ عملي کېدو کې دي.

شاهی ویلي« د زندانیانو  خلاصون هم بین الاافغاني مذاکراتو ته  لار هواري، له هوکړې پرته د نورو کړنلارو رامنځ ته کول، د سولې پر وړاندې خنډونه دي، اوس هم د سولې پروسې ته زیان رسېدلی، که نور هم وځنډېږي نور زیان به هم وکړي.»

که څه هم د شاهین په دغه ټوېټ کې په واضح ډول د نورو کړنلارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوي، خو  ښايي اشاره یې  له ولسمشر غني او عبدالله سره د خلیلزاد لیدنې ته وي.

ارګ ویلي، دغه لیدنه کې  دواړو لورو د سولې پر وروستیو اقداماتو خبرې وکړې او دغه  راز یې له مخامخ خبرو وړاندې د اوربند یا تاوتریخوالی د کمولو باندې ټینګار وکړ.

خلیلزاد ویلي، چې دغه موضوع به له طالبانو سره شریکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي