۰
کورنیو چارو وزارت:

جوزجان کې د خیرالله پهلوان په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۵
کورنیو چارو وزارت په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
جوزجان کې د خیرالله پهلوان په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي
کورنیو چارو وزارت په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د غوایي ۳۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د جوزجان د منګجک ولسوالۍ به ناامنه سیمو کې د ۲۲۴ شاهین تر نامه  لاندې عملیات کړي.

خبرپاڼه وايي، د دې عملیاتو په لړ کې تر دې مهاله د ترهګرو طالبانو د مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

همداراز په‌دې عملیاتو کې د منګجک ولسوالۍ څو واړه او لوی کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او ۱۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو د ترهګریزو بریدونو په هدف د یادو سیمو پر سړکونو ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.

خبرپاڼه وايي، طالبان د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې له ملکي خلکو د انساني سپر په توګه استفاده کوي او دې ډلې د یادو سیمو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري امنو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو ۷ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي