۰

خلیلزاد بیا له قطر نه کابل ته رسېدلی دی

چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۹
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو د خپل پیل کړی سفر په ترڅ کې له قطر څخه کابل ته رسېدلی دی.
خلیلزاد بیا له قطر نه کابل ته رسېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو د خپل پیل کړی سفر په ترڅ کې له قطر څخه کابل ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د افغان حکومت باروي سرچینې وايي، خلیلزاد نن کابل ته راغلی او ټاکل شوې له ولسمشر غني، د مصالحې د شورا له ریس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره جلا جلا وګوري.

د سرچینې په وینا خلیلزاد به افغان ولسمشر او سیاسیونو سره د سولې د هوکړې د پرمختګ او بین الاافغاني خبرو د پیل پر هڅو خبرې و کړي.

د یادونې ده، چې  خلیلزاد دوه ورځې وړاندې وروسته له هغې چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ  سیاسي  هوکړه لاسلیک شوه، یو ځل بیا د  افغان سولې لپاره د سیمې په سفر راووت او لومړی قطر ته ولاړ.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، خلیلزاد به دوحه کې له طالب استازو او کابل کې له افغان چارواکو سره د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي