حنیف اتمر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې دی

31 ثور 1399 ساعت 10:14

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره تلېفوني خبرې کړي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره تلېفوني خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر خپل ترکي  سیال ته د وروستیو تحولاتو، لکه د تفاهم، سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کول، بشردوستانه اوربند، د بین الافغاني خبرو د پیل او د دولت او طالبانو تر منځ  د زندانیانو د تبادلې په اړه معلومات ورکړل.
 
خبرپاڼه وايي، اتمر له د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو د ترکیې د ملاتړ مننه وکړه او دغه راز یې د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ پر درې اړخیزه همکارۍ  هم  خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د وروستي سیاسي توافق هرکلی کړی او دغه راز یې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت، له دولت، افغان ځواکونو او افغانستان له سولې پروسې د ملاتړ او همکاري ډاډ څرګند کړی دی.

دغه راز ښاغلي اغلو ویلي، هېواد به یې  ډېر ژر د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغانستان ته روغتیايي مرستې ولېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د کرونا بحران  له پای ته رسېدو سره سم ښاغلي اتمر ته د ترکیې  بلنه هم ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com