د طالبانو مشر مولوي هبت الله وايي، دوی هوکړې ته ژمن دي او امریکا هم باید د سولې کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي او عمل پرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر دغه څرګندونې د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې کړې دي.
هغه په دغه پیغام کې ویلي، دوی له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده او امریکا ته په کار ده چې د عملي کولو لپاره یې لا ډېرې چټکې هڅې وکړي.
نوموړي ویلي، د امریکا او طالبانو ګټه په دې کې ده چې دغه هوکړه عملي شي.
مولوي هبت الله خپلو ټولو وسله والو ته امر کړی چې له امریکا سره د شوې هوکړې ټول موارد عملي کړي.
ده له افغان حکومت سره د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کومې څرګندونې نه دي کړې، خو ویلي یې دي دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
د طالبانو مشر ویلي، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې هم د دوی کسان فعالیت کوي او دوی هڅه کوي په خپلو سیمو کې ددغه نړیوالې وبا د پراختیا مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل