۰
ازبکستان:

د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړې همکارۍ ته تیار یو

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۹
ازبکستان وایي د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره له ټولو هڅو او اقداماتو ملاتړ او ورسره همکاري کوي.
د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړې همکارۍ ته تیار یو
ازبکستان وایي، د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره له ټولو هڅو او اقداماتو ملاتړ او ورسره همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له وروستي جوجاړي د هرکلي ترڅنګ ویلي هیله لري چې دا هر څه افغانان سولې او ثبات ته نږدې کړي.

د سرچینې په خبره دوی د دې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې بین الافغاني خبرې پيل شي او دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي او بشپړې همکارۍ ته تیار دي.

دغه هېواد همدا راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې اړیکې لا پیاوړې کړي او همکارۍ به لا پراخې شي.

د یادونې، چې د ولسمشر غني او عبدالله له سیاسي هوکړې، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، امریکا، روسیې، چین، ایران، پاکستان،  سعودي، ترکیې، کاناډ او یو شمېر نورو هېوادونو هم  هرکلی کړی دی.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي