ملګري ملتونه په افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښيي او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پيلدو غوښتنه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تېره اپرېل میاشت کې ۲۰۸ ملکیانو ته تلفات اړولي دي چې د وړمې مارچ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.
یونما همدا راز وايي، افغان ځواکونو هم ۱۷۲ ملکیانو ته تلفات اړولي چې د وړمې مارچ میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښيي. یونما دداعش ډلې له لوري د خونړیو بریدونو پر ترسره کولو هم جدي اندېښنه ښيي.
سرچینه زیاتوي، د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي ځکه د ملکي وګړو د تلفاتو اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده.
د یونما مشرې دیبرا لاینز ویلي ښکېل لوري دې ژر تر ژره له کرکجنو خبرو او څرګندونو ډډه وکړي او پر ځای یې دې د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره اقدامات وکړي.
د نوموړې په وینا په افغانستان کې باید د ملکي وګړو مرګ ژوبله ودرول شي او ټول اړخونه دې د سولې او اوربند لار خپله کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل