۰

چین، روسیې، ایران او پاکستان پر افغان سولې خبرې کړې دي

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۲
د چین، روسیې، ایران او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې په یوه ګډ کنفرانس خبرې کړې دي.
چین، روسیې، ایران او پاکستان پر افغان سولې خبرې کړې دي
د چین، روسیې، ایران او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې په یوه ګډ کنفرانس خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د  خبر له مخې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ د وروستي جوړجاړي هرکلی هم شوی دی.

دوی هیله څرګنده کړې چې دغه جوړجاړی د بین الافغاني خبرو د پيل سبب شي.

په اعلامیه کې راغلي یاد هېوادونه په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو، جګړو د ختمېدو، د زندانیانو د ازادېدو او اوربند غوښتونکي دي.

دوی پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي او د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنې ته درناوی وکړي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي او دلته دې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې په افغان سوله کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي، له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کوي او د سولې له اقداماتو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي