د عامې روغتیا وزرات چارواکي وايي، افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸۱ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات مرستیال وحید مجروح نن سه شنبې د غوايي ۳۰ مه د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا سلګونه شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۵۸۱ یې مثبتې وې.
کابل د ۱۶۵او پکتیا د ۲۶ تازه پېښو په ثبتېدو سره هغه ولایتونه دې چې په تېرو ۲۴ ساتونو کې پکې تر نورو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښې شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله تر اوسه پورې ۱۷۸ کسان مړه شوي او ۸۵۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل