کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۱۲ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي دغه پېښه پرون ناوخته د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په ټونس موټر چاودلی، چې له امله یې د دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د زابل د والي ویاند وايي، ماین طالبانو اېښی و، چې قرباني یې ټول ښځې، ماشومان او نارینه ملکي وګړي دي.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې بلې اعلامیې کې هم ویلي په زابل ولایت کې یوه شپږ کسیزه ډله چې په ماین جوړولو مصروفه وه د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
وسله وال وطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل