۰
د ملي امنیت سرپرست:

طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو په مرسته یو منشور جوړی کړی

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۸
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمدضیا سراج وايي، طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو په مرسته یو منشور چې د دغه ډلې اساسي قانون دی ترتیب کړی.
طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو په مرسته یو منشور جوړی کړی
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمدضیا سراج وايي، طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو په مرسته یو منشور چې د دغه ډلې اساسي قانون دی ترتیب کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج  چې نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه کابل کې د کورنیو چارو له سرپرست مسعود اندرابي او د پوځ له مشر جنرال بسم الله وزیر سره یو ځای خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، طالبان غواړي دغه منشور په افغانستان کې د خپل حکومت د جوړېدو پر مهال پلی کړي.

د ملي امنیت سرپرست دا هم و ویل، چې طالبان سولې ته هېڅ  ژمنتیا نه لري او هڅه کوي، له نورو ترهګرو ډلو د پخوا په پرتله ډېره ګټه واخلي او ځان خپلې موخې ته ورسوي.

نوموړی و ویل، چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه یوازې پرېکړې نه دي، بلکې لا یې غښتلې کړې دي.

ښاغلي ضیا زیاته کړه« د القاعدې سره د ازبکستان د اسلامي تحریک سره د شرقي ترکمنستان، د لشکر طیبه او نورو ډلو سره اړیکې ډیرې زیاتې شوي دي او په دې لټه کې دي چې د دغو ډلو څخه په افغانستان کې د تیر پرتله ډیره ګټه واخلي.»

هغه دا هم و ویل، چې په پاکستان کې د دیني مدرسو د تړلو وروسته طالبانو د دغو مدرسو زده کوونکي خپلو لیکو کې جذب کړي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استولي دي.

دی وايي، همدارنګه د طالبانو مشرتابه چې په وروستیو کې د کویټې د شورا نظامي رهبرۍ په ګډون ولایتونو په کچه تغیرات راوستي مسله ډیره روښانه ده چې هغوی په سوله فکر نه کوي.

د ملي امنیت سرپرست و ویل«مونږ هم هېڅ داسې کومه نښه نه ده لیدلې چې د طالبانو مشرتابه سولې ته ژمن اوسي.»

نوموړي په دې وروستیو کې د داعش ډلې د مهمو مشرانو او غړو د نیول کېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دا ډاله د دریو نه تر پنځو کسیزو ګرپونو په ښارونو کې فعالیت کوي.

د هغه په وینا دا چې دا ډله تر پنځه کسیزه ګروپونو په ښارونو کې فعالیت لري، نو په افغانستان کې به تر یوې مودې پورې خپلو ترهګرو بریدونو ته دوام ورکړی شي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو د داعش د خراسان څانګې د مشر اسلام فاروقي او د لرې ختیځ د څانګې مشر ابو عمرخرساني هڅه کوي، د یادې ډلې نور غړي هم ونیسي.

سراج زیاته  کړه، چې له فاروقي او خراساني وروسته د داعش درې څلور نور لوړ پوړي مشران لا پاتې دي، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

د ملي امنیت سرپرست دا هم و ویل، د اعش په لیکو کې چې کوم افغان جنګیالي جنګیدل او هغه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي د قومې مشرانو له خوا د ضمانت له ورکولو وروسته خوشې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي