۰
امنیتي چارواکي:

افغان ځواکونو سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۷
لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونه سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي او د سولې لپاره یې تعرضي عملیات پیل کړي دي.
افغان ځواکونو سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي
لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونه سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي او د سولې لپاره یې تعرضي عملیات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري کابل کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وکړې.

دغه امنیتي چارواکي د طالبانو پر ضد د تعرضي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل او د پیل شویو عملیاتو په علتونو یې خبرې وکړې.

دوی ویل، د تعرضي عملیاتو د پیل په اړه و ویل، چې دغه عملیات افغان ځواکونه سولې ته د رسېدو لپاره کوي، خو طالبانو د نورو ترهګرو ډلو په ملتیا پسرلني عملیات د خلکو د وژنې لپاره پیل کړي دي.

د افغان پوځ مشر جنرال وزیر وايي، مدافعه د جنګ یا محاربې هغه ډیر مجبور وضعیت دی، خو افغان ځواکونو دا هم د سولې ته د رسېدو په خاطر پر ځان منلی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشرغني له خوا د تعرضي عملیاتو د امر وروسته په ټول افغانستان کې تعرضي عملیات پیل شوي، چې په بدخشان، بلخ، فاریاب او پکتیا کې وسله والو طاالبانو ته زیاته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت سرپرستانو کابل کې په روغتون او ننګرهار کې پر جنازې بریدونو ته په اشارې یو ځل بیا وویل، چې دغه بریدونه طالبانو کړي دي.

ښاغلي اندرابي و ویل، طالبان کله د برید مسولیت مني او کله یې نه مني، همدا نن طالبانو غزني کې د اسلامې ثقافت پر مرکز برید کړی او مسولیت یې هم منلی دی.

د ملي امنیت سرپرست بیا و ویل د ملي امنیت اسناد ښيي، چې طالبان د داعش په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره نېږدې اړیکې لري او کابل کې هم د حقاني شبکه د داعش سره په ګډه عملیات کوي.

هغه د کابل په شکر درې کې د داعش او حقاني د ګډې شبکې نیولو ته په اشارې و ویل، د حقاني شبکې ډېری غړي د داعش په لیکو کې فعالیت کوي.

نوموړي د خلیلزاد د دغه څرګندونو په اړه چې د کابل او ننګرهار بریدونه طالبانو نه دي کړي و ویل، د افغانستان ملي امنیت به د امریکا له استخباراتو سره معلومات شریک کړي، چې ښيي دغه بریدونه طالبانو کړي.

د ملي امنیت سرپرست وايي، له هغې چې طالبانو له امریکا سره تړون کړی، تر اوسه یې ۳۸۰۰ زیات بریدونه کړي، چې ۴۲۰ ملکیان یې وژلي او ۹۰۶ نور یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي