۰

تخار کې ۷ پاڅون کوونکي د طالبانو په کمین کې وژل شوي

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې ۹ تنو پاڅون والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.
تخار کې ۷ پاڅون کوونکي د طالبانو په کمین کې وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې ۹ تنو پاڅون والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

د جمهو آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیلز اسیر وايي، د ملک تاتار په نامه د ولسي پاڅون والو د قوماندان وسله وال کسان له لالا ګذر کلي هزاره قشلاق ته په لاره و، چې د طالبانو په کمین کېوتي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په برید کې ۷ پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات یې نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي  ویلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي