د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا ویرس تازه ۴۰۸ پېښې ثبت شوې او په دې سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ زرو واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولین زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مرکزي لابراتوارونو کې د کرونا سلګونه مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې له ډې یې ۴۰۸ مثبت وې.
د عامې روغتیا وزارت خپاره شوي ارقام ښيي، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۱۶۲ یې په کابل، ۹۵ په هرات او پاتې نور یې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ تنو ته ورسېده.
د یادو وزارت چارواکو یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که د قرنطین او روغتیایې سپارښتنې په پام کې ونه نیسې نو دا پېښې به لا لوړې کچې ته لاړې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل