د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی او ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې له ولسمشر څخه مننه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«له دې چې ولسمشر د افغانستان په راتلونکې کابینه کې د سیاسي تنوع او له دولت جوړونکي ټیم څخه د باندې د یو شمېر شخصیتونو د شاملولو سره موافقت وکړ هرکلی او ملاتړ کوم.»
نوموړي په ورته وخت کې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه هم مننه کړې، چې د مصالحې عالي شورا یې ومنله او تمه یې شودلې، چې دغه توافق به د سولې پروسې په تقویت او تحکیم منتج شي.
ښاغلي صالح زیاته کړې«ځایلري، چې موږ ټول د ولسمشر له هغه مقاومت او درېدنې چې د اساسي قانون د کلیت دفاع لپاره یې وکړه، مننه وکړو، د جمهوریت ساتنه او له قانون څخه حراست د دې خاورې د فرد فرد په ګټه دی، او د ګډ دښمن پر وړاندې یووالی ملي اړتیا ده.»
د یادونې ده، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ پرون یکشنبې د غوایي ۲۸ مه سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې په کې عبدالله د مصالحې د عالي شورا مشر او جنرال دوستم مارشال شو.
د دغه هوکړې له مخې عبدالله ته په کابینه کې هم پنځوس سلنه ونډه ورکړل شوې، خو د تېر حکومت په پرتله دا ځل هغه یوازې د کسانو د معرفي کولو واک لري، نه د ګمارلو او لرې کولو.
جمهورخبري آژانس:کابل