۰

د ولسمشرغني او عبدالله هوکړ کورني او نړیوال غبرګونونه

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته په کور او بهر بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي او دا هوکړه یې ستایلې ده.
د ولسمشرغني او عبدالله هوکړ کورني او نړیوال غبرګونونه
د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته په کور او بهر بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي او دا هوکړه یې ستایلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ پرون سیاسي هوکړه وشوه، چې له مخې یې عبدالله د ملي مصالحې د شورا مشر او په حکومت کې د ۵۰ سلنه وندې څښتن شو او جنرال دوستم په کې مارشال شو.

کورني غبرګونونه:

دغه هوکړې ته په غبرګون کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، ډېرو کړیو غوښتل چې د دې هوکړې لپاره اساسي قانون مات شي، خو په وینا یې داسې به نه کېږي.

هغه د چا یا کومې کړۍ نوم وانخیست خو ټینګار یې وکړ، چې نور به د حکومت مشري یوه وي، یوه مقام ته به راپور ورکول کېږي او د ناز او نخرو دوره ختمه شوې ده.

مخکني ولسمشر حامد کرزي د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د ملي مصالحې شورا رامنځ ته کېدل یو مهم ګام وبله او هیله یې څرګنده کړه، چې د سولې لپاره روانې هڅې افغان شي او نور جګړه ودرېږي.

جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف هم د ولسمشر غني او عبدالله مننه وکړه، چې د منځګړو هڅو ته یې درناوی وکړ او په ځانګړي ډول یې له ښاغلي غني نه مننه وکړه، چې راتلونکي ته یې وکتل او حوصله یې وکړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم دا هوکړه تاریخي بللې او ولسمشر غني او عبدالله ته یې مبارکي ویلې ده.

د وحدت ګوند مشر او د عبدالله مهم سیاسي ملاتړي محمد محقق هم د دې هوکړې هرکلی کړي او هیله یې  ښودلې، چې دا هوکړه د افغانستان د خلکو لپاره له برکته ډکه وي.

بهرني غبرګونونه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هوکړې له لاسلیک وروسته له ولسمشر غني او عبدالله سره تلېفوني خبرې کړې او مبارکي یې ورکړې ده.
پمپیو په خپلو خبرو کې  یو ځل بیا ویلي، چې د سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل او سوله د امریکا لومړیتوب دي.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه هم لیکلي، خوښ دی، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او  عبدالله عبدالله یو ټولشموله حکومت پر جوړولو سلا شوي  دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ښاغلي غني او عبدالله مننه کړې، چې په افغانستان کې یې سملاسي سولې ته ژمنتیا ښودلې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دغه هوکړې  هرکلی کړی، خو وايي، دواړه مشران باید د ملي یووالي حکومت تېروتنې تکرار نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یوناما هم په یوه بیان کې د دې سیاسي هوکړې د هرکلي تر څنګ ویلي، د هوکړې سره به افغان مشران د هغو یو خطرونو سره د مبارزې لپاره جوګه شي، چې افغانستان ورسره مخ دی.

یوناما تمه ښودلې، چې د همکارۍ روحیه به دوام وکړي او د حکومت ټول غړي به په ګډه د ښې حکومتولۍ، قانون حاکمیت او د فساد ضد برخه کې پرمختګونه لا پیاوړي کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه اعلامیه کې د خپلمنځي اختلاف ختمولو او د یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د افغان سیاسي مشرانو د پرېکړې هرکلی کړی دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کرونا  وبا او د افغانانو پر ضد د طالبانو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په حال کې ډېره اړینه ده چې ټول افغان مشران په خپل هېواد کې د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې تاوتریخوالی کم کړي، بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي او د سولې او افغانانو د ګټې لپاره جوړجاړی وکړي.

ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو هم د دغه هوکړې هرکلی کړی او له ټول شموله حکومت سره یې د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هوکړې تر لاسلیک وروسته له عبدالله سره تلېفوني خبرو کې د یادې هوکړې ستانیه کړې ده.

عبدالله عبدالله پر فیسبوک په خپله پاڼه یوه بیان کې ویلي دې تلفوني خبرو کې ښاغلي ظریف د اوربند او د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو او د ملي پخلاینې د عالي شورا رامنځته کېدو هرکلی کړی دی.

اعلامیه زیاتوي، د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړه یو طلایي فرصت دی او ټولې ښکېلې غاړې باید په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره له دې فرصته ګټه پورته کړي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي