۰
خلیلزاد:

افغانستان کې د ملي یووالي حکومت تېروتنې باید تکرار نه شي

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړي، خو ټینګار یېکړي، چې دغه مشران باید د ملي یووالي حکومت تېروتنې تکرار نه کړي.
افغانستان کې د ملي یووالي حکومت تېروتنې باید تکرار نه شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړي، خو ټینګار یېکړي، چې دغه مشران باید د ملي یووالي حکومت تېروتنې تکرار نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له اوږدو جنجالونو وروسته پرون ولسمشر غني او عبدالله سیاسي هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې عبدالله د مصالحې د عالی شورا مشر او جنرال دوستم په کې مارشال شو.

دغه راز عبدالله ته په کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شوې او د ځینو ولایتونو د والیانو ټاکل خو دا هر څه د شخصیت، ظرفیت او قانون سره سم د ولسشمر له خوا به تر سره کېږي.

یادې هوکړې ته په کورنۍ،  سیمه ییزه او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي او دا هوکړه یې ستایلې ده.

زلمي  خلیلزاد هم د یادې هوکړې هرکلی کړي، خو ټینګار یې کړی، چې دواړه مشران هغه تېروتنې تکرار نه کړي، چې د ملي یووالي  حکومت کې وې.

نوموړي په څو ټوېټونو کې ویلي، ټول شمد وله حکومت موافقې طرحې لس اونۍ وخت نیولی دی.

خلیلزاد د جګړې د پای ته رسېدو په اړتیا او په افغانستان کې د سولې د بهیر پر پرمختګ باندې په ټینګار سره لیکلي، ډاکتر عبدالله باید په پوره چټکتیا او لومړیتوب سره پرمخ ولاړ شي او د افغانستان د اوسني حکومت له لورې باید په مخلصانه توګه ملاتړ وشي.

د یادونې د ده، چې د نوي تړون له مخې عبدالله عبدلله به د ملي مصالحې د شورا مشر وي چې له طالبانو سره د سولې اړوند مسایل پر مخ یوسي او دا بهیر رهبري کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي