۰

ولسمشر غني او عبدالله سیاسي هوکړه لاسلیک کړه

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۹
ارګ وایي‌ د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه.
ولسمشر غني او عبدالله سیاسي هوکړه لاسلیک کړه
ارګ وایي‌ د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي زیاته کړې د یادې توافقنامې پر بنسټ به ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې شورا رئیس وي.

نوموړي ویلي، چې د هغه د ټېم غړي به په کابینه کې مشارکت ولري خو په اړه یې نور جزیات نه دي  ورکړي.

ښاغلي صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«شیبې وړاندې د جمهوررئيس محمداشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه. د دغې توافقنامې پربنسټ به داکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري. جزئيات یې شیبې وروسته د ملي تلویزیون له لارې خپرېږي.»

که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي