۰

فاریاب کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون شوی

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی له ګڼو سیمو یې پسې اخیستی دي.
فاریاب کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب ولایت شرین تګاب ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی له ګڼو سیمو یې پسې اخیستی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي ځاي خلکو وروسته له هغې په پاڅون لاس پورې کړ، چې طالبانو د ترکمنستان له خوا شوې مرستې برمته او له ځان سره یوړې.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« ، طالبانو د شیرین تګاب پر خلکو بې کچې ظلمونه کړي دي او بالاخره یې ولسونه پر ضد راپاڅېدل چې تر اوسه طالبان له شپږو لویو کلیو څخه شاته شوي دي.»

د فاریاب والی وايي، د طالبانو په ډزو کې یو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي هم دي.

په ورته وخت کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو پر ضد د شرین تګاب د خلکو پاڅون تاییدوي وايي خلکو نن یکشنبې د غوايي ۲۸ مه پاڅون کړی او جګړه لا هم روانه ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو له ترکمنستان څخه راغلې مرستې څو ورځې ودرولې او له خوسا کېدو وروسته یې وغورځولې چې له کبله یې ولسي خلک قهرېدلي دي او اوس یې د طالبانو د ولسوال قرارګاه هم محاصره کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي