د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ (غوايي ۲۷ مه) رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي چې د دواړو غاړو ترمنځ په مهمو ملي مسایلو کې توافق شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د تړون له امضا کولو وروسته به یې په اړه نور جزیات خپاره شي.
که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰ فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل