۰
واشنګټن ایکزماینر:

خلیلزاد د سولې پر ځای د طالبانو ملاتړ او سپینولو ته ملا تړلې ده

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پر ځای د طالبانو ملاتړ او سپینولو ته ملا تړلې ده.
خلیلزاد د سولې پر ځای د طالبانو ملاتړ او سپینولو ته ملا تړلې ده
واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پر ځای د طالبانو ملاتړ او سپینولو ته ملا تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې یاده مقاله وروسته له هغې خپره کړې، چې خلیلزاد په دې وروستیو کې د کابل او ننګرهار بریدونو په اړه ویلي و، چې دا بریدونه طالبانو نه بلکې داعش ډلې کړي دي.

خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې دا هم ویلي و، چې طالبان هوکړې ته ژمن پاتي دي او خپل بریدونه یې کم کړي دي.

خو واشنګټن ایکزماینر نشریې تازه په یوه مقاله کې د خلیلزاد دغه څرګندونې له طالبانو د هغه ملاتړ او سپیناول بللي دي.

په مقاله کې راغلي«د خلیلزاد د طالبانو سپینولو ته ملا تړلې ده، د دوی ملاتړ کوي او هڅه کوي د خپلې هوکړې د ساتلو لپاره د طالبانو پر بریدونو او خونړیو حملو سترګې پټې کړي.»

مقاله کې لیکل شوي، طالبان د هوکړې او توافق مخینه نه لري نو له همدې امله ښايي پر توافقاتو عمل و نه کړي او خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې نشریې له هند د امریکا دا غوښتنه هم غیر معقوله بللې ده چې ویلي یې وو، نوی ډهلي باید له طالبانو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي.

نشریه لیکي، خلیلزاد دې په هر حال کې یوازې د سولې هوکړې د ساتلو هڅه نه کوي، بلکې هغه دې د یوه سالم سیاست او دقیقو اقداماتو له لارې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او سولې ته لار هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي