۰

خوست کې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړي دي

یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، خوست ولایت کې دوه پرلپسې ماین چاودنو د عامې روغتیا د مرستیال په ګډون پنځه تنه ټپیان کړي دي.
خوست کې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړي دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، خوست ولایت کې دوه پرلپسې ماین چاودنو د عامې روغتیا د مرستیال په ګډون پنځه تنه ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنې پرون مازیګر د خوست ښار اداريکمپلېکس سیمه کې جمهوریت دروازې ته نېږدې شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري وايي، لومړی چاودنه د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال ډاکتر ګل محمد الدین محمدي په موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله ډاکتر محمدي او  یو ساتونکی یې ټپیان شوي دي.

دی وايي، له دې  چاودنې  وروسته کله چې پولیس سیمې ته ورسېدل بله چاودنه وشوه، چې په کې درې پولیس ټپیان شول.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري زیاتوي، چې په ټپیانو کې یوازې د یوه سرتېري روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي