۰

پکتیا کې د افغان ځواکونو سره نښته کې ۹ طالبان وژل شوي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۶
د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیا کې د افغان ځواکونو سره نښته کې  ۹ طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، نن شنبې د غوايي ۲۷ مه د مچلغو بند په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د هغه په وینا د نښتې پر مهال افغان هوايي ځواک پر طالبانو برید کړی ۹ تنه یې ترې  وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې په دغه نښته کې دوه افغان سرتېري هم تپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې کابل، ننګرهار، لغمان او پکتیا کې تر خونړیو بریدونو وروسته چې کله ولسمشر غني  افغان ځواکونو ته له دفاعي حالت څخه د وتو امر وکړ، ورسره سم پر وسله والو د افغان ځواکونو بریدونه هم زیات شوي دي.

د ملي دفاع وزرات د معلوماتو له مخې یوازې په تېره شپه او ورځ کې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر ۷۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي