ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه عملیات کړي ۳۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن شنبې د غوايي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کمانډو ځواکونو د درېیم کنډک سرتېرو د هوايي ځواک په ملاتړ تېره شبه د ارزګان مرکز ترینکوټ کې د طالبانو پر یوه غونډه عملیات کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو د لایزري قطعې قوماندان ملا سمسور هم شامل دی.
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت د هلمند په نهرسراج او سنګین ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال د ۲۹ طالبانو د وژل کېدو او ۲۶ تنو د تپي کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل