۰
اروپايي ټولنه:

افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د سبوتاژ لپاره شوي دي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي.
افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د سبوتاژ لپاره شوي دي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کوبیا نن جمعه ماسپښین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له قهر او غوسې سربېره لا هم باید د ټولو هدف او تمرکز پر سوله وي.

نوموړي ویلي، ترهګرې ډلې سوله نه غواړي او د میندواره مېرمنو پر روغتون برید ممکن د سولې دهڅو د مخنیوی لپاره شوی وي.

هغه لیکلي«ډېر شته چې سوله نغواړي، د هغوی په دام کې باید ایسار نشو، قهر او غوسه باید کنترول کړو او سوله لاهم هدف وټاکو.»

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد وروستي بریدونه پر داعش ډلې ور اړولي اوویلي یې دي چې داعش نغواړي په افغانستان کې سوله وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي